ما حساب | حساب من | English |

د اي شاپ معلومات

دا تعین به څنګه کوۍ چې آیا خرڅوونکی د قانون سره سم پلور کوي

کله چې سامان اخلۍ، تاسې د هغه شرکت سره موافقه کوۍ کوم چې دغه دوکان چلوي. ګڼ شمیر قوانین دي چې د مشتري لپاره د خوندي توب لږ تر لږه کچه ځانګړي کوي او باید خرڅوونکی دغه وړاندې کړي. نور قوانین استعمالوونکي د دوکې او تیري کوونکي سوداګرۍ د تاکتیکسو څخه ساتي.

دا مقررات په ګډه استعمالوونکي ته ډیر حقونه ورکوي، لکه د خراب شي واپس کول یا هغه سوداګرۍ فسخ کړي چې په فاصله کې شوې وه. همدارنګه، دغه مقررات د شرکتونو لپاره دا غیرقانوني ګڼي چې د خپلې سوداګري په اوږدو کې د استعمالوونکي سره دوکه وکړي یا یې تیرباسي.

البته د دې مثبت اړخونه دا دي چې د استعمالوونکي په توګه به تاسې د اړوند شرکتونو څخه خبر یاست، تاسې ته به د اړوندو د تماس معلومات معلوم وي او تاسې به د خرڅوونکي سره موافقه کوۍ. متاسفانه، کله چې آنلاین سودا کوۍ نو همیشه دا هرڅه دومره څرګند نه وي او د دې له کبله د ((اي کامرس)) قانون رامنځته کیږي. په دې قانون کې چې کوم شرکت په انټرنیټ مصنوعات یا خدمتونه وړاندې کوي، نو استعمالوونکي ته به د هغې معلومات ورکوي. دې معلوماتو ته اړتیا وي او په دې سره استعمالوونکی د دې وړ شي چې هغه شرکت وپيژني او له هغې سره په تماس کې شي کوم چې آنلاین دوکان چلوي.

لاندې معلومات باید وړاندې کړی شي:

  • د شرکت نوم:
  • د ډاګ ادرس:
  • بريښنالیک ادرس (لطفاً دا په یاد ساتئ چې یوازې د قرارداد فورمه مناسب او پوره نه وي)

که شرکت په لاندې کې کوم لري، نو باید هغه هم وویل شي:

  • د موسسې شمیره
  • د VAT لپاره د ثبتونې شمیره

په ذهن کې ساتئ

یوازې پردې اساس چې خرڅوونکي پورته معلومات وړاندې کړي، دا تضمین نه ورکوي چې دا دقیق دي. کله کله، نارښتوني خرڅوونکي د شرکت نومونه، ادرسې یا تلیفوني شمیرې جعلي وړاندې کوي.

که تاسې د خرڅوونکي د هویت په اړه په شک کې یاست، نو باید دا تصدیق وکړۍ چې آیا حقیقتاً دغه دوکان په لست کې د ورکړل شوي قانوني شرکت له خوا چلیږي. د دې معلوماتو ترلاسه کولو غوره طریقه دا ده چې د هغوی د ویب پاڼې د رسمي تماس تفصیلات وګورئ ځکه چې د دوکان مالک چې کوم معلومات وړاندې کړي وي، ښایي هغه د یوې رښتینې شرکت نه وي بلکه د سکیم او دوکه کوونکي یاست.

که څه معلومات په کې بشپړ نه وي نو لطفاً د بیل دوکان څخه سودا وکړئ.

سر ته