که تاسې په Leelam زمونږ د خرڅوونکو د لست څخه څه شی واخلۍ نو د دغه شي د اخیستلو نه وروسته لږ ته لږ په 14 ورځو کې دننه تاسې د دې د واپس کولو حق لرۍ. خرڅوونکو به تاسې ته پوره پیسې واپس ادا کوي چې په کې به هغه پیسې هم شاملې وي کومې چې تاسې ته درلیږلو په موخه د وړلو راوړلو یا شپنګ له پاره تاسې ادا کړي وي. البته، تاسې خرڅوونکي ته د شیانو د واپس کولو د شپنګ د لګښتونو مسؤل یاست.
تاسې به په اسانۍ سره په ویب سایټ د خرڅوونکي نوم او ادرس، د مصنوع او د هغې د قیمت دقیق تعریف، د تادیې رسمي شرایط، د سپارنې طریقه او د واپس کولو د پالیسۍ په اړه څرګند معلوماتو د معلومولو وړ یاست.
کل چې تاسې خپل آرډر وکړۍ نو خرڅوونکی به دغه معلومات په لیک شوي مکتوب یا بريښنالیک پیغام کې درولیږي. که شرکت تاسې ته دغه معلومات نه وړاندې کوي نو د واپس کولو پالیسي د مصنوع د ترلاسه کولو د ورځې څخه تر یو کال پورې وغځول شي.
ځینې داسې شیان دي چې د اي شاپ له لارې د وړاندې شوي شیانو لپاره د واپس کولو د پالیسۍ په کټګورۍ کې نه راځي. په دې شیانو کې سیل شوي آډیو یا ویډیو ریکاردڼګ او کمپیوترې سوفټ ویرې شامل دي چې د دې سیل مات کړی شوی وي، همداډول په دې کې، ورځپاڼې او مجلې، او ویجاړیدونکي شیان چې د خپل ماهیت له کبله نه شي واپس کیدی (لکه خواړ) هم شامل دي.
هغه شیان کوم چې ستاسې د غوښتنې سره سم جوړ کړل شي یا په هغې کې بدلون وکړل شي، لکه شخصي شیان، چې د سوداګرۍ د ترسره کیدو څخه مخکې خرڅوونکي څرګند کړي وي، هغه هم د اي شاپ د واپس کولو د پالیسۍ څخه مستثنی دي.
د اي شاپ د واپس کولو د پالیسۍ د وړتیا لپاره په شیانو کې باید کوم بدلونونه ونه کړل شي، کومه چې دا معنی لري چې په زیاتره وضعیتونو کې تاسې پیکج خلاصولی شۍ او په احتیاط سره دغه شیان ټسټ کولی شۍ. تاسې د شیانو په صحیح توګه د کتلو لپاره اړین فعالیتونه ترسره کولی شئ، که څه په دې سره د دې ارزښت کمیږي.
د واپس کولو د پالیسۍ په اړه ډیرې غلطیانې او غلط نظرونه موجود دي او د همیشه په څیر ترټولو غوره خبره دا ده چې د اخیستلو نه مخکې پوره معلومات ترلاسه کړئ څو د اخیستلو نه وروسته د ستونزو مخنیوی وکړئ. کوم شیان چې یاد کړل شو، له هغې سره سره دلته ځینې نور عمومي خو غلط او تیرویستونکي شیان ورکړل شوي دي:
که د واپس کولو پالیسي یا د سوداګرۍ نور څه ځانګړونې ستاسې لپاره ډیر د پام وړ وي نو د سودا کولو نه مخکې د دوکان سره تماس ونیسئ څو ترې پوره او دقیق معلومات ترلاسه کړئ. دا یقیني کوئ چئ ټول قراردادونه په بريښنالیک کې ثبت وي څو وروسته د ممکنه شخړې څخه ځان وژغورۍ.