ما حساب | حساب من | English |

د سودا کولو لپاره اووه مشورې

  1. د هغه بې پته دوکانونه څخه ځان ساتئ چې د تجارت یا تماس معلومات یې نه وي.
  2. که د شرکت تفصیلات موجود وي او بیا هم تاسې په شک کې یاست، نو د هغه بزنس سره په اړیکه کې شئ کوم چې د خپل رسمي تماس د معلوماتو په ذریعه مستقیماً په لست کې ورکړل شوې وي، او هغه نه کوم چې آنلاین دوکان وړاندې کړې وي.
  3. د مقایسې سایټونه او د د بحث ځایونه وګورئ څو د نورو استعمالوونکو بیاکتنې او نظرونه ولولۍ.
  4. د دوکان نوم، د شرکت نوم، تلیفوني شمیره یا د شرکت د ماموینو نومونه په ګوګل ولټوئ. ژر لټون ښایي د تیرشوي استعمالوونکي اندیښنې یا د چلبازۍ شک مند فعالیت په ډاګه کړي.
  5. د دوکان د خرڅلاو د سپارنې شرایط او ضوابط وګورئ او د سودا کولو نه مخکې ټولې ستونزې حل کړئ. دا یقیني کوۍ چې د بريښنالیک له لارې د مهمو پوښتنو ځوابونه ترلاسه کړئ او د راتلونکي د مراجعې لپاره یې خوندي کړئ.
  6. کوم دوکانونه چې د واپس کولو پالیسي نه لرۍ، له هغوی څخه ځان ساتئ. همداډول، د هغه خرڅوونکو څخه هم ځان ساتئ چې د واپس کولو خپل مقررات جوړوي، لکه پیک باید خلاص نه کړل شي یا دا چې د وړو راړو اصلي لګښتونه د واپس کولو وړ نه دي.
  7. د هغه تادیو د انتخابونو څخه ځان ساتئ په کومو کې چې د شیانو د رالیږلو نه مخکې ستاسې پیسو ته لاس رسي ولري. که تاسې یقیني نه یاست، د خپل بانک، د خپل کارډ صادروونکي یا د تادیې د هغه خدمت سره تماس ونیسئ کوم چې تاسې د پیسو ورکولو لپاره استعمالوۍ او په داسې وضعیت کې چې خرڅوونکي مال نه وي سپارلی، د هغوی د پالیسۍ معلومات ترلاسه کړئ.
سر ته