ما حساب | حساب من | English |

د شاپنګ په لست کې راتلل – دا څنګه کیږي؟

شرکت کوونکي پرچون خرڅوونکي عموماً د قیمت د فایل په ذریعه مونږ ته اړینه ډیټا راکوي خو مونږ د ځینې دوکانونو د ویب پاڼو څخه اړین معلومات لوستلی شو. هره شپنه، د 00:01 بجې څخه، مونږ د ټولو ډیلران د قیمتونو فایل یا ویب پاڼې ګورو او بیا که په شاپنګ کې څه بدلونونه شوي وي نو هغه اپ ډیټ کوو.
په میاشت کې زمونږ 2.1 ملیون کتونکي په اسانۍ سره په شاپنګ کې ستاسو مصنوعات موندلی شي. د لټون په بکس کې استعمالوونکي د ځانګړي مرکزي لفظونو په لټون ستاسې دوکان ته لاس رسي لرلی شي، یا هغوی په اسانۍ سره زمونږ د کټګوریو برخو ته په کلیک کولو لاس رسي لرلی شي. دوه ډوله کټګورۍ دي - د نرخ د پرتلې کټګورۍ او د شاپنګ کټګورۍ. د قیمت د پرتلې په کټګوریو کې هغه عمومي او مشهول ډول مصنوعات شامل وي چې اخیستونکي یې د قیمتونو په پرتله کې زیاتې غوښتنې کوي. د دې کټګورۍ په مثالونو کې شامل دي، موبایل تلیفونونه، تلویزیونه، ټیبلیټ پي سیز، ریفریجریټرې او ډش واشرې. د شاپنګ کټګورۍ زیاتره باید د قیمت پرځای د مصنوعاتو د پرتلې لپاره استعمال کړی شي، ځکه چې دلته ورکړل شوي مصنوعات اکثر ورته وي او د قیمت د پرتلې وړ نه وي.

په شاپنګ کې د خپلو مصنوعاتو ورکولو لپاره تاسې اړتیا لرۍ:

  • د کاري ډیټا فیډ ته کوم چې مونږ ستاسې د ټولو مصنوعاتو د ډیټا لوستلو لپاره کارولی شو. د تفصیلي معلوماتو لپاره له مونږ سره تماس ونیسئ: shopping@leelam.af
  • ستاسې د لوګو سایز باید په jpg یا gif تصویري بڼه کې 150x50 وي.
  • چې په دې کې باید د قیمت پشمول متن د 150 توریو پورې د سپیسونه سره وي. په دې ستاسې د سوداګرۍ معلومات او ستاسې پیاوړتیاوې په بې سارې او زړه پورې ډول ورکړل شوې وي.
  • د همکارۍ لاسلیک شوې موافقه.

د ډیټا فیډ په اړه د پوښتنو لپاره د Svetlana Bozhinovska سره په shopping@leelam.af تماس ونیسئ یا په تلیفون په 020 23 10 867 تماس ونیسئ.

سر ته