په Leelam اکاونټ کې ثبت شئ او 500 افغانۍه ترلاسه کړئ!

د اعلان په اړه پوښتنې

که تاسې لاندې د خپلو پوښتنو د ځوابونو موندلو وړ نه یاست نو د Leelam د مشتري د پاملرنې د مرکز سره تماس ونیسئ:

په دې یقیني نه یم چې اعلان به څنګه ورکوم؟

  • ګام 1: په ((اعلان ورکړئ)) کلیک کړئ چې په کورنۍ پاڼه یا د مینو په بار کې موندل کیدی شي.
  • ګام 2: کوم شیان چې تاسې پلورل یا پیرودل غواړۍ ، د هغې په اړه د ثبت فورمه د ټولو اړینو معلوماتو څه ډکه کړئ.
  • ګام 3: هغه پاس ورډ انتخاب کړئ کوم چې تاسې د اعلان د سمولو یا ډیلیټ کولو وړ کوي. تاسې باید په دویمه برخه کې دغه پاس ورډ بیا ورکړۍ.
  • ګام 4: د ((اعلان ورکړئ)) د کلیک کولو نه مخکې خپل معلومات وګورئ. که تاسې کوم معلومات بدلول غواړۍ نو په ((اعلان بدل کړئ)) کلیک کړئ. په دې مرحله کې به ستاسې څخه دا هم وغوښتل شي چې دا انتخاب وکړئ چې د خپل اعلان لپاره به څنګه پیسې ادا کوۍ. پیسې په تلیفون یا په کریډیټ کارډ ادا کیدی شي.
  • ګام 5: کله چې ثبتونه بشپړه شي نو د تادیې لارښودنې به وښودل شي. که تاسې خپل بريښنالیک ورکړی وي نو د لارښودنو نقل به ستاسې بريښنالیک ته درولیږل شي.
  • ګام 6: تاسې به پیسې ادا کوۍ.
  • ګام 7: د نشر کیدو نه مخکې به ټول اعلانونه د Leelam د پازوال له اړخه کتل کیږي. عموماً، د پیسې ادا کولو وروسته دغه کتنه د 1-2 ساعتو کې ترسره کیږي. اعلانونه د دریو میاشتو لپاره نشر وي او وروسته له هغې د Leelam له خوا لرې کړی شي.

خپل اعلان سمول یا نوی کول غواړئ؟

کله چې ستاسې اعلان نشر شي نو تاسې وروسته له هغې دا سمولی یا بیا نوی کولی شۍ. په دې سره د اعلان لپاره درې میاشتې وټاکل شي او بیا نوي نیټه ورکړل شي چې په هغې سره د لست په سر کې ښودل کیږي.

تاسې په دې طریقه اعلان سمولی یا نوی کولی شۍ.
1. خپل اعلان ته لاړ شئ.
2. په ((خپل اعلان ډیلیټ کړئ، سم کړئ یا بیا نوی کړئ)) کلیک کړئ.
3. د ((اعلان سم کړئ + بیا نوی کړئ)) یا ((د محتویاتو د بدلولو پرته بیا نوی کړئ)) په انتخاب کلیک کړئ. دا یوازې د بیانوي کولو لپاره شارټ کټ دی. زوړ اعلان نوي ته په اړولو 15 دقیقې وخت اخلي.

خپل اعلان ډیلیټ کولو ته اړتیا لرۍ؟

اعلان په دې ډول ډیلیټ کیږي.
1. خپل اعلان ته لاړ شئ.
2. په ((د خپل اعلان په ډیلیټ کولو، سمولو یا بیا نوي کولو)) کلیک کړئ.
3. ((ډیلیټ)) انتخاب منتخب کړئ.
4. هغه پاس ورډ ورکړئ کوم چې تاسې د اعلان سپارلو پروخت انتخاب کړی و.

د سایټ څخه ستاسې ډیلیټ کول ستاسې د اعلان نه مخکې شاوخوا 15 دقیقې وخت اخلي.

په تصویرونو کې مشکل لرۍ؟

که تاسې د خپل اعلان سره په خپله عکسونه نه شۍ اپ لوډ کولی نو د Leelam پازوالان به ستاسې سره مرسته کوي چې ستاسې د اعلان سره ستاسې عکسونه اپ لوډ کړي.

د پاس ورډ یادګیرنه نه ترلاسه کیږي؟

دا تصدیق کړئ چې تاسې په هغه بريښنالیک ادرس د پاس ورډ د ترلاسه کولو غوښتنه کړې کوم چې تاسې د اعلان د ثبتولو پرمهال ورکړی و. په خپل سپیم فولډر کې د Leelam پیغامونه وګورئ – د Leelam بريښنالیکونه کله کله ستاسې د بريښنالیک د خدمت وړاندې کوونکي د سپیم په درجه بندۍ کې شامل کړي وي. که تاسې پرته له بريښنالیک ورکولو خپل اعلان ثبت کړی وي نو د Leelam د مشتري د پاملرنې د مرکز سره تماس ونیسئ.

سر ته