په Leelam اکاونټ کې ثبت شئ او 500 افغانۍه ترلاسه کړئ!

Leelam ګپ شپ

Leelam اخسیتونکو او خرڅوونکو ته دا فرصت ورکوي چې د ژوندي ګپ شپ له لارې له یو بله سره خبرې اترې وکړي.

د Leelam ګپ شپ د استعمالولو ګټې

  • د Leelam ګپ شپ پروګرام په اسانۍ سره استعمالیدی شي. هیڅ شي ډاؤنلوډ کولو یا انسټالولو ته اړتیا نشته.
  • د Leelam ژوندی ګپ شپ 100 سلنه وړیا دی.
  • د خپل بريښنالیک د ځواب لپاره د اعلانوونکو انتظار ته اړتیا نشته. په Lelam ګپ شپ سره هغوی سمدلاسه ستاسې د پوښتنو ځواب درکولی شي.
  • ستاسې د خبرو اترو یو نقل به ستاسې د بريښنالیک په ادرس درولیږل شي. ستاسې د تماسونو لست به خوندي کړی شي او کله چې تاسې لاګ ان کیږۍ، نو ستاسې لپاره دغه لست موجود وي.

ترڅو چې اعلانوونکی آنلاین یي، کتونکي به له هغوی سره د تماس نیولو وړ وي. هغه مهال چې اعلانوونکی د ویب پاڼې نه لاړ شي، هغوی په اتومات ډول لاګ اوټ شي او د کتونکي پیغامونه به نه شي ترلاسه کولی.

ګپ شپ په دوو لستونو کې تقسیم کړی شوی دی:
- اوس اوس نیول شوي اړکه (هغه اوسني اعلانونه د کوم په اړه چې تاسې ګپ شپ لګولی دی)
- آنلاین اعلانونه (ټول اعلانوونکي اوسمهال د ګپ شپ لپاره دستیاب دي)

که تاسې شخصي اعلانوونکي یاست

هر هغه شخصي اعلانوونکی چې په Leelam یې اعلان ورکړی وي خپل لست ته لاګ ان کیدی شي او د کتونکو سره ګپ شپ لګولی شي. ستاسې د خبرو اترو په پای کې به د دغه خبرو اترو نقل ستاسې بريښنالیک ادرس ته ولیږل شي. کله چې تاسې دغه ویب سایټ پریږدۍ، تاسې به آف لاین په نښه شۍ او د ګپ شپ هغه اضافي پیغامونه به نه شۍ ترلاسه کولی کوم چې تاسې ته کتونکو درلیږلي دي.

که تاسې شخصي اعلاوونکی یاست نو د ګپ شپ لپاره به څنګه لاګ ان کیږئ:
1. خپل اعلان ته لاړ شئ او د ګپ سپ په آیکون کلیک کړئ.
2. کوم پاس ورډ چې تاسې د اعلان سپارنې پرمهال انتخاب کړی و د هغې په کارولو د ګپ شپ فعالیت آن کړئ.

د دې مرحلو د بشپړلو نه وروسته، تاسې به آنلاین څرګندیږۍ او علاقه لرونکي کتونکي به له تاسې سره د تماس نیولو وړ وي. همداډول، ستاسې بريښنالیک ادرس ته به د دغه خبرواترو د تفصیل نقل هم درولیږل شي.

که تاسې د دوکان مالک یاست

کله چې د یو دوکان مالک خپل دوکان ته لاګ ان شي، هغه به په دغه دوکان کې د ثبت شوي ټولو اعلانونو لپاره انلاين ښودل کیږي. د ګپ شپ نه وروسته به ستاسې د بريښنالیک په ادرس د دغه ګپ شپ نقل درلیږل کیږي.

د هغه دوکان د مالکانو لپاره ګټې چې د Leelam ګپ شپ سره استفاده پورته کوي:

  • يو اعلان ته په لاګ ان کیدو ستاسې ټول اعلانونه فعاله ښودل کیږي.
  • تاسې دا انتخاب لرۍ چې په اعلان کې د آف لاین انتخاب په کلیک کولو یو یا زیات اعلانونه آف لاین کړئ.

د دوکان د مالک د لاګ ان لارښودنه:
1. د لست څخه د خپل دوکان د اعلانونو نه لږ تر لږه یو معلوم کړئ او خپل کارن نوم او پاس ورډ ورکړئ.
2. یا، د خپل کارن نوم او پاس ورډ په استعمالولو خپل دوکان ته لاګ ان شئ.

د دې مرحلو ته بشپړولو وروسته به تاسې د خپلو ټولو اعلانونو لپاره آنلاین ښودل کیږۍ او کتونکي به له تاسې سره په تماس نیولو توانیږي.

مهم: د Leelam ګپ شپ د استعمالولو د وړتیا لپاره تاسې باید د اعلان د ثبتونې پرمهال د بريښنالیک برخه ډکه کړۍ.

که تاسې د نورو استعمالوونکو اعلانونه براؤز کوۍ:

1. د ګپ شپ د فعالیت په هغه پټه کلیک کړئ کوم چې د لټون د پاڼې یا د اعلان د کتنې د پاڼې په بیخ کې ښي لور ته ښکاري. .
2. تاسې باید د خپل کارن نوم یا بريښنالیک په کارولو لاګ ان شۍ. زمونږ د معلوموونکي تکنالوژۍ په مرسته به ستاسې کارن نوم یا بريښنالیک ستاسې په کمپیوټر کې په یاد ساتل کیږي. کله چې تاسې د بل کمپیوټر څخه د لاګ ان کیدو کوشش کوۍ، تاسې به خپل کارن نوم یا بريښنالیک بیا ورکولو ته اړتیا لرۍ.
3. د اعلان په لست کې د هر اعلان عنوان ته نږدې یوه نښه وي او دا څرګندوي چې آیا اعلانوونکی آنلاین دی او کنه. که آنلاین وي، تاسې سمدلاسه ګپ شپ پیل کولی شۍ.

یادونه: کله چې شریک کمپیوټر کاروۍ نو د Leelam ګپ شپ نه وروسته لاګ اوټ کیږئ. که نه شۍ، نور خلک ستاسې پروفایل په ناوړه توګه استعمالولی شي.

د Leelam د ګپ شپ لګولو هغه وخت اجازه نشته کله چې دا نیت لرۍ چې:

  • سپام پیغامونه ولیږئ
  • کوم ډول توکمیز، مذهبي یا سیاسي نفرت خپروۍ
  • په تهدیدونو ورکولو یا د ناوړه لفظونو په استعمالولو د نورو سپکاوی کول
  • هغه ویب پاڼو یا بزنسونو ته ترفیع ورکول کوم چې د Leelam د اعلان د مقرراتو سره سم بند کړل شوي وي
  • د غیرقانوني فعالیتونو، تشدد یا د نشه یي توکیو په اړه پیغامونه لیږل
  • د افغانستان جمهوریه د قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونه کول

د حساس معلوماتو د شریکولو پایلې د مخابره کوونکي ډلو پخپله مسؤلیت دی او د Leelam مسؤلیت نه دی.

کوم استعمالوونکي چې د دې مقرراتو څخه سرغړونه کوي، هغه به سمدلاسه د Leelam د ګپ شپ د خدمت استعمالولو څخه منع کړی شي.

سر ته