په Leelam اکاونټ کې ثبت شئ او 500 افغانۍه ترلاسه کړئ!

د تادیې په اړه معلومات

که تاسې د خپلو پوښتنو ځواب نه شۍ موندلی نو د Leelam د مشتري د پاملرنې د مرکز سره لاندې تماس ونیسئ:

د اعلان اضافي انتخابونه

د خپل اعلانونو د لید د زیات وړ کولو لپاره اعلانوونکي اضافي انتخابونه شاملولی شي.

  • ګیلري - ستاسې اعلان د ګیلرۍ په برخه کې د لټون په پاڼه ښي اړخ ته ورکړل شوی دی. په دغه ګیلرۍ کې په یو وخت درې اعلانونه ښودل کیږي، چې په ناټاکلي توګه د هغه لست څخه انتخابیږي کوم چې د لټون د لارې چارې سره اړوند وي. قیمت: 300 افغانۍ
  • لوګو مارک - د لټون په پاڼو کې ستاسو د شرکت نښه (لوګو) د اعلان په ځای کې ښي اړخ ته ښودل کیږي. دا انتخاب یوازې د شرکتونو لپاره دستیاب دی. قیمت 150 افغانۍ
  • ځانګړی لیبل لګول – د لټون په پاڼو کې ستاسې اعلان په ژیړ پس منظر کې ښودل کیږي په کوم سره چې دا په سیالۍ کې زیات څرګند ښکاري. قیمت 150 افغانۍ
  • د سر په پوزسیون کې ځای کول - د اړوند لټون په هره پایله کې به ستاسې اعلان په سر کې ښودل کیږي. درې ناټاکلي انتخاب شوي اعلانونه چې د لټون د معیار اړوند وي، د هرې پاڼې د سر په پوزسیون ښودل کیږي. قیمت: 600 افغانۍ د دوې اوونیو لپاره
  • پخپله بیا نوي کیدل - ستاسې اعلان پخپله هر درې ورځې وروسته (شپږ ځله) د 18 ورځو پورې بیا نوی کیږي. قیمت: 300 افغانۍ
  • د ایس ایم ایس خبرتیاوې ترلاسه کړئ - د نوي پیغامونو په هیله تاسې هر وخت خپل میل بکس کتلو ته اوس اړتیا نه لرۍ. تاسې ته به د SMS له لارې د خپل اعلان د نوي ځوابونو خبرتیا درځي. د SMS خبرتیا به یوازې د نوي ځوابونو لپاره درلیږل کیږي. 200 افغانۍ د دوې اوونیو لپاره
  • ځانګړی اعلان (شخصي اعلانوونکي): ګیلري + ځانګړی لیبل لګونه + پخپله نوي کول + ټاپ پوزسیون + د SMS خبرتیا. قیمت: 1240 افغانۍ
  • ځانګړی اعلان (شرکتونه): ګیلري + لوګو مارک + ځانګړی لیبل لګول + پخپله بیا نوی کول + د سر ځای. قیمت 1360 افغانۍ

د پیسو ادا کولو طریقې

پیسې په تیلفوني کال یا کریډیټ کارډ ادا کیدی شي.

په خپل کریډیټ کارډ د پیسو ادا کولو طریقه:

که تاسې د کریډیټ کارډ په ذریعه پیسې ورکول انتخاب کړۍ نو باید خپل کارډ نمبر، د هغې د ختمیدو نیټه او CVC2/CVV2 نمبر ورکړئ (د کارډ په شا آخري 3 شمیرې). په Leelam د کریډیټ کارډ د سوداګرۍ په اړه خوندیتوب د Halkbank AD سستم په ذریعه کیږي کوم چې د SSL د ساتني د تکنالوژۍ وروستنی ورژن استعمالوي.

پیسې د هغه ماسټر کارډ یا ویزا کارډونو په ذریعه کیدی شي چې د آنلاین تادیو وړ وي.

د پیسو ادا کولو په اړه نورې پوښتنې

تاوان ورکول

Leelam یوازې د تخنیکي تیروتنې یا خرابۍ له کبله د اعلان پیسې واپس کوي چې د دریمې ډلې له خوا دغه خرابي ترسره شوی وي. په نورو وضعیتونو کې د پیسو واپس کول ممکن نه دي. که ستاسې اعلان د Leelam د اعلان د مقرراتو څخه سرغړونه کوي، تاسې ته به فرصت درکړل شي چې په دې کې بدلون وکړې او بیا یې راولیږۍ. Leelam د دې پریکړې کولو حق لري چې کله یو اعلان د اعلان د مقرراتو څخه سرغړونه کوي.

Leelam د هغه مالي نقصانو تلافي نه کوي کوم چې د Leelam د اعلان له کبله د خرڅوونکو یا پلورونو له خوا ترسره شوی وي.

سر ته