ما حساب | حساب من | English |

د اعلان لپاره مقررات

شخصي اعلان

شخصي اعلان د هغه کسانو لپاره وي کوم چې د اخیستلو او خرڅولو د موافقې کولو قانوني حق لري. شخصي اعلان باید د موسسې د استعمالوونکو د ساتنې د قانون او د افغانستان د استعمالوونکو د نورو مقرراتو سره سم ورکړل شي.

Leelam دا حق لري چې کله باید یو اعلان د شخصي اعلان په درجه بندۍ کې شامل کړي.

د شرکت اعلان

د شرکت اعلان په افغانستان کې یا د باندې د ثبت شوي شرکتونو لپاره وي. Leelam د دې پریکړط کولو حق لري چې آیا یو اعلان به کله د شرکت اعلان ګڼل کیږي.

خدمتونه

د اعلان ورکولو ټول خدمتونه باید د افغانستان د مقررانو او معیارونو سره وړاندې کړی شي.

په کټګورۍ کې اچول

ستاسې باید په هغه کټګورۍ کې شامل کړی شي کوم چې په ښه توګه ستاسې د مصنوع یا خدمت څرګندونه کوي. کله چې کټګورۍ انتخابوۍ نو دلته ځینې هغه شیان ورکړل شوي چې باید په ذهن کې یې کیږدۍ:

  • که ستاسې اعلان په صحیح کټګورۍ کې ن وي ورکړل شوی نو دا ردول کیدی شي.
  • په یو اعلان سره تاسې نه شۍ کولی چې په بیلابیلو کټګوریو کې د زیاتو شیانو اعلان ورکړۍ. تاسې باید شیان د خپلې مناسب کټګورۍ سره سم بیل کړۍ.
  • اعلانونه باید د مناسب اعلان د ډول د برخې سره سم ورکړل شي. په اعلان کې دا هم ورکړل شوې وي چې آیا اعلان شوی شی د خرڅلاو، کرایه لپاره دی، اړتیا ورته ده یا په کرایه اخیستل غواړۍ.
  • د کرایه د شیانو لپاره د اعلان ډولونه په ځانګړي کټګورۍ کې دستیاب وي. که دغه انتخابونه دستیاب نه وي، بیا چې کوم شیان چې په کرایه ورکول غواړۍ، هغه باید د ((خرڅلاو)) په توګه ثبت کړۍ او کوم شیان چې په کرایه اخیستل غواړۍ هغه باید د ((اخیستلو)) په توګه ثبت کړۍ.

د موټر او جایدا محدودیتونه

تاسې په یو اعلان کې د یو نه زیات موټر یا ملکیت نه شۍ ورکولی. د Leelam پازوال دا حق لري چې د لست څخه هغه د ټاکلي حد څخه د زیاتو شمیرو موټرې یا ملکیتونه ډیلیټ کړي.

غبرګ اعلانونه

تاسې د یو مصنوع یا خدمت لپاره په یو وخت د یو نه زیات اعلانونه د ورکولو اجازه نه لرۍ. هغه اعلانونه چې ورسته محتویات لري، هغه نقل ګڼل کیږي او هغه به ډیلیټ کیږي.

لینکونه او سپارښتنې

تاسې د بل اعلان یا لیلام (بولۍ) د ویب پاڼو څخه لینکونه په خپل اعلان کې د شاملولو اجازه نه لرۍ. یوازې د هغو لینکونو اجازه شته کوم چې د هغه مصنوع یا خدمت ځانګړتیاو ته مراجعه کوي کوم چې اعلانیږي. Leelam

د هغه ویب پاڼو د نظرونو او نظریو تائید نه کوي د کوم سره چې Leelam.af لینک دي.

عکسونه او ویډیوګانې

د عکسونو او ویډیوګانو د اپ لوډ کولو لپاره دا مقررات دي:

  • دغه باید د هغه مصنوع یا خدمت اړوند وي کوم چې اعلانیږي.
  • په یو وخت کې دا اجازه نشته چې د یو نه په زیاتو اعلانونو کې استعمال کړی شي. د موټرو لپاره، باید تصویرونه او ویډیو د هغه صحیح موټر وي کوم چې نشر کیږي.
  • په دې کې باید لوګوز، د شرکت نوم، ویب سایټ یا هغه نور معلومات شامل نه وي د کوم څخه چې د عمومي سوداګرۍ تاثر اخیستل کیدی شي.
  • تاسې د بل اعلانوونکي له اجازې پرته د هغه د اعلانونو څخه تصویرونه او ویډیوګانې نه شی اخسیتلی.
  • په دې کې باید د چاپ د حقوقو مواد شامل نه وي، لکه د فلمونو یا ساتل شوي موسیقۍ څخه تصویرونه.

Leelam دا حق لري چې هغه تصویریونه او ویډیوګانې د اعلان څخه لرې کړي کومې چې د مقرراتو سرغړونه کوي.

غیرقانوني شیان او خدمتونه

Leelam په هغه شیانو او خدمتونو بندیزونه لګولي کوم چې اعلانیدی شي. هغه شیان او خدمتونه کوم چې د افغانستان د قانون سره سم غیرقانوني دي، هغه به نه نشر کیږي.

د چاپ د حقوقو مواد

د پي سي سافټ ويرو د کاپي شوي سي ډيز او ډي وي ډیز، د کمپیوټر او ویډیو ګیمونو او د فلمونو د اعلانونو اجازه نشته. د دې ډول شیانو خرڅوونکي باید دا ثابته کړي چې د هغوی مصنوعات اصلي دي.

وسلې

د افغانستان د قانون سره سم د وسلې لرلو لپاره لایسنس ته اړتیا وي. باید اعلانوونکی په خپل اعلان کې د دې ذکر کړی وي. ( د افغانستان د وسلو قانون).

ناوړه محتویات

هغه اعلان ناوړه ګڼل کیږي که په دې کې وي:

  • نامناسب محتویات هغه وي کوم چې د یو توکمیزې ډلې، شخصي کسانو یا دولتي خلکو په اړه ورکول کیږي.
  • د توکمیزې ډلې د تاریخي نومونو ناوړه استعمال.
  • هغه تصویرونه او ویډیوګانې چې ناوړه محتویات په کې شامل وي.

مسؤلیت

Leelam د هغه مصنوعاتو یا خدمتونو د ماهیت مسؤل نه دی کوم چې اعلانیږي. دا مسؤلیت یوازې د خرڅوونکي او اخیستونکي پرغاړه وي.

غیریقیني آفرونه

Leelam د هغه اعلانونو د ردونې حق لري په کومو کې چې د دوې په نظر غیریقیني آفرونه ورکړل شوې وي.

د اوبو نښه

ټول تصویرونه او ویډیوګانې د Leelam د اوبو د نښې سره نشر کیږي. دا د دې لپاره چې په نورو محتویاتو کې استعمال نه کړل شي.

عمومي شرایط

د چاپ حقوق

د دې ویب پاڼې ټول محتویا، لکه متن، عکسونه، لوګوز، ایکونز، ډاؤنلوډز او سافت ویرې د LEELAM.AF LLC ملکیت دی او د دې د نورو فعالیتونو لپاره استعمالول د قانون سره سم د سزا وړ دي.

د محرومیت تګلارې

شخصي معلومات

Leelam ستاسې د شخصي معلوماتو د ساتنې لپاره کوشش کوي او د هغه معلوماتو د ناوړه استعمال مخنیوی کوي کوم چې د خپل مشتریانو څخه ترلاسه کوي، خو مونږ دا تضمین نه شو ورکولی چې زمونږ حفاظتي اقدامات به دریمه ډله د شخصي ډیټا د غیرقانوني ټولولو څخه منع کړي.

په دې ویب سایټ چې د محرومیت کومه پالیسي نشر کیږي هغه په ((افغانستان جمهوریه کې د شخصي ډیټا د حفاظت)) د قانون پراساس ده. د دغه قانون نقل په پي ډي ایف بڼه کې د افغانستان جمهوریه د شخصي ډیټا د ساتنې د مدیریت د ویب پاڼې څخه ډاؤنلوډ کیدی شي. (www.dzlp.mk).

Leelam او پولیس

Leelam د پولیسو او چارواکو سره په ویب پاڼې د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره همکاري کوي. هغه کسان چې په غیرقانوني فعالیتونو کې ککړ وي، د هغوی هویت د ریکارډ شوي آیي پي ادرسونو، تلیفوني شمیرو او د مقاماتو له خوا له غوښتل شویو معلوماتو په ذریعه په ډاګه کیدی شي.

بريښنالیک

بريښنالیک د Leelam د استعمالوونکو په منځ کې د پیغام رسونې ترټولو مهمه لار ده خو کله چې تاسې یو اعلان ثبتوۍ نو خپل بريښنالیک ادرس ورکولو ته اړتیا نه لرۍ. د اعلانوونکي په توګه، د اعلان د متن په تعریف کې دا ذکر کولی شۍ چې تاسې یواځې د تلیفوني لارې تماس نیول خوښوۍ.

که تاسې یو بريښنالیک ادرس ثبت کړۍ، دا به یوازې د هغه معلوماتو لیږلو لپاره استعمالیږي کوم چې ستاسې د اعلان اړوند وي.

د ډیټا خوندیتوب

کله چې تاسې د Leelam ویب سایټ استعمالوۍ نو مونږ خپل پوره کوشش کوو چې ستاسې شخصي ډیټا وساتو. د سوداګرۍ د ترسره کیدو پر ټول وخت کې مونږ هیڅ ډول معلوماتو ته اړتیا نه لرو، لکه ستاسې د تادیې د کارډ نمبر، د دې د باورتیا نیټه، امنیتي کوډ یا ستاسې د بانک د اکاونټ بیلانس. کله چې تاسې په کریډیټ کارډ یا ډیبیټ کارډ پیسې ادا کړۍ، نو ټوله سوداګرۍ د NESTPAY په سستم ترسره کیږي، کوم چې د SSL ساتنې وروستنۍ تکنالوژي استعمالوي.

کوکیږ/ټریکنګ تکنالوژي

Leealm د معلومولو تکنالوژۍ استعمالوي (کوکیز – د کوچني متن فایلونه ستاسې په کمپیوټر کې خوندي کیږي) چې د اعلان کولو په سستم کې اجرا کیږي او د بې سارې کتونکو حساب کوي. په دې سره مونږ ته دا فرصت په لاس راځي چې د داخلي موخو لپاره د خپلو کتونکو شمیر جمع کړو او همدارنګه دا یقیني کړو چې تاسې یو بینر هغه ټول وخت ونه ګورۍ کله چې تاسې په ویب سایټ کې یاست.

د معلومولو تکنالوژي نامعلومه وي او په دې کې شخصي ډیټا شامله نه وي.

که تاسې د معلومولو تکنالوژي غیرفعال کول غواړۍ نو د خپل براؤزر په سیټنګون کې یې کولی شۍ. تاسې به دغه سیټنګونه د خپل براؤزر د انتخابونو په ډایلاګ بکس، په سیکیورټي ټیب کې ومومۍ. د دې سیټنګ غیرفعاله کول به دا معنی لري چې تاسې به د Leelam د ځینې ځانګړنو د استعمالولو وړ نه یاست.

Leelam د معلومولو تکنالوژي د دې لپاره هم استعمالوي چې د سوداګرۍ برخې جوړې کړي او د د استعمالوونکو د چلند پراساس د ویب پاڼې تجربه لا نوره ښه کړي. دا معلومات بې نومه وي او یواځې د ټاکل شوي سوداګرۍ لپاره کارو کیږي.

د محرومیت په تګلارو کې بدلونونه

Leelam هر وخت دا حق خوندي لري چې د محرومیت په پالیسیانو یا د استعمال په شرایطو کې بدلونونه وکړي. دغه بدلونونه به هم د هغه وخت څخه د تطبیق وړ وي کله چې په ویب سایټ نشر شي.

د Leelam.af سره تماس ونیسئ:

LEELAM.AF
Street 15, Wazir Akbar Khan
Kabul

تلیفون: +93 (0) 20 23 10 867
بريښنالیک: support@leelam.af

په ذهن کې ساتئ...
  • په کوم اعلانونو کې چې د مقرراتو سرغړونه کیږي، هغه به نه نشر کیږي.
  • که تاسې ورته شی یا خدمت اعلانول غواړۍ نو اعلان ډیلیټ یا نوی کړئ.
  • که تاسې ته دا معلومه نه یاست چې آیا ستاسې اعلان د مقرراتو سره سم دی او کنه، نو د مشتري د پاملرنې د مرکز سره تماس ونیسئ.
سر ته